د هند صدر اعظم نریندرا مودي چین ته سفر کړی او د دې هېواد له ولسمشر شي جینپینګ سره یې د خپل منځي اختلافونو پر حل خبرې کړي دي. دا په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د نوي ډهلي او بیجینګ ترمنځ تر مرګونې سرحدي نښتو وروسته د مودي او شي جینپینګ لومړنۍ لیدنه بلل کیږي. رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې دغه لیدنه د چین په تیانجین کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته اختلافونو پر حل ټینګار شوی دی. د هند د صدر اعظم نریندرا مودي پر اکس پاڼه خپره شوې ویډیو کې هغه زیاته کړې: « موږ د متقابل درناوي، باور او د دواړو لورو حساسیتونو په درک سره د خپل اړیکو پر مخ وړلو ته ژمن یو». د هند صدر اعظم ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په هغه هیمالیايي لانجمنه پوله کې، چې په ۲۰۲۰ کال کې د مرګونو پوځي نښتو ځای و، اوس د «سولې او ثبات» فضا رامنځته شوې ده. دا لیدنه پنځه ورځې وروسته له هغې ترسره کیږي چې امریکا له روسیې څخه د نفتو د پېر له امله پر هندي توکو ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفه ولګوله. د شاهنګها همکاریو سازمان په دې غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین هم ګډون کړی دی.



