د العربیه خبري شبکې خبر ورکړی، چې د حماس د پوځې څانګې «القسام» ویاند ابوعبیده د اسراییلو په هوايي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د فلسطيني سرچينو پر حواله، اسراییلو په دې برید کې هغه ودانۍ په نښه کړې چې ابو عبیده او نورو ملګرو یې، پهکې شتون درلود. سرچینې زیاته کړه چې د ابوعبیده کورنۍ او د القسام ځینو قومندانانود هغه د جسد له لیدلو وروسته د مرګ پخلی کړی دی. د اسراییلو پوځ هم د دغه برید خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې هدف یې د حماس یوه «اصلي غړي » وژل و. بلخوا د اسراییلي رسنیو راپورونه ښيي چې د دې برید د پلان او احتمال شاوخوا ۹۵ سلنه بریالی وو. د اسرائیل ۱۲ چینل ټلویزیون په وینا، لومړی د غزې شمال په دې ودانۍ کې د ابوعبیده د حضور ځای شپه مخکې ترلاسه شول او برید د شنبې پر ورځ د ماښام په پنځه نیمو بجو شوی دی. حماس تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.



