د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د فلسطین د کورواکې ادارې مشر محمود عباس او ۸۰ نورو چارواکو په ګډون بندیز ولګوي. د راپورونو پر اساس، د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ یوه بیانیه کې ویلي، د فلسطین کورواکې ادارې مشر محمود عباس ته به اجازه ور نهکړي چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي. یاده غونډه کې څو هېوادونه فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت پیژني. د فلسطین د کورواکې ادارې مشر محمود عباس غوښتل چې د ملګرو ملتونو سازمان کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي. همدارنګه ټاکل شوې وه چې هغه د فرانسې او سعودي عربستان په کوربهتوب هغه غونډه کې ګډون وکړي چې برتانیه، فرانسه، اسټرالیا او کاناډا غواړي رسماً فلسطین د یوه هېواد په توګه په رسمیت وپېژني. ورته وخت کې د فلسطین د کورواکې ادارې مشر محمود عباس دفتر ویلي، د امریکا له دغې پرېکړې حیران شوی او دا د ملګرو ملتونو “د مقر هوکړهلیک” څخه سرغړونه ده. په ۱۹۴۷ کال کې د «ملګروملتونو د مقر هوکړهلیک» پر اساس، امریکا متحده ایالتونو ته دنده ورکړل شوې چې نیویارک کې د ملګروملتونو سازمان ته د بهرنیو ډيپلوماټانو د لاسرسي اجازه ورکړي. دې سره، واشنګټن ویلي چې کولی شي د امنیتي دلایلو، افراطپالنې او بهرني سیاست په دلیل ویزې صادرې نهکړي.



