جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ځواب ورکوونکي میکانیزم د جوړېدو غوښتنه شوې

څه دپاسه سلو کورنيو او نړیوالو مدني بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په یو پرانیستي لیک کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا افغانستان لپاره د یو خپلواک نړیوال ځواب ورکوونکي میکانیزم پر ژر تر ژره جوړېدو ټینګار کړی دی. دوی په افغانستان کې دبشري حقونو د ناورین په اړه اندیښنه څرګند کړه. د بشري حقونو او مدني ټولنې دې ۱۰۷ بنسټونو په یوه پرانستې لیک کې چې پنجشنبه د اګست پر ۲۸مه د لیک د یو لاسلیک کوونکي بنسټ، د بشري حقونو څار سازمان په ویب پاڼه خپور شوی، د بشري حقونو د شورا له دایمي استازو او څارونکو غړو هېوادونو غوښتي، چې د تېرو او روانو جنایتونو په اړه جدي اقدام وکړي. د بشري حقونو د څار سازمان سربیره، د بخښنې نړیوال سازمان “امنستي انټرنشنل”، د ښځو د سولې او ازادۍ نړیوال لیګ، د اسیا د بشري حقونو او پراختیا مجمع او ۱۸ نورو نړیوالو بنسټونو، دغه شان ۸۶ ملي بنسټونو، لکه د رواداري د بشري حقونو سازمان، په تبعید کې دافغان خبریالانو سازمان، په تبعید کې د افغانستان د بشري حقونو مدافعین او نورو بنسټونه دا لیک لاسلیک کړی دي. په لیک کې ټینګار شوی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید د افغانستان لپاره یو خپلواک نړیوال حساب ورکونکی میکانیزم جوړ کړي. د بشري حقونو د څار سازمان په هغه راپور کې چې د دې لیک په اړه خپور کړې ویلي، د یوه ځانګړي څېړنیز میکانیزم جوړېدل به دا ډاډمنه کړي چې په راتلونکي کې تعقیب لپاره اسناد او شواهد راټول او خوندي شي، احتمالي عاملین وپېژندل شي او په ملي او نړیوالو محاکمو کې د قضايي بهیرونو د ملاتړ لپاره دوسیې چمتو شي. دغه بنسټونو په افغانستان کې د روان وضعیت په تړاو د بشري حقونو شورا په رول انتقاد کړی ویلي، په تېرو کلونو کې یې په دې تړاو کوم کار نه دی ترسره کړی. یو شمېر افغان ښځې او نجونې هم ټینګار کوي چې نړۍ باید یوازې له دوی سره خواخوږي ونه کړي، بلکې عملي اقدام وکړي. په بشري حقونود څار سازمان په راپور کې راغلي چې طالبان په منظم ډول د ښځو او نجونو پر حقونو برید کوي، مدني فضا ورځ تر بلې محدودوي او د هر هغه چا پر وړاندې چې ځانته یې ګواښ وګڼي، خپل‌سری مجازات او تاوتریخوالی ترسره کوي.

- Advertisment -spot_img