د پاکستان په پنجاب ایالت کې د پراخو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او څه باندې ۶۰۰ زره کسان اغېزمن شوي دي. د چناب، راوي او ستلج سیندونو د اوبو د بهېدو له امله سلګونه کلي ډوب شوي او د ژغورنې او مرستې عملیات روان دي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن لاهور ته ورسېد ترڅو د سیلاب ځپلو سیمو وضعیت وڅېړي او په شاهدره کې د راوي سیند د جریان کتنه وکړي. ټاکل شوې، چې هغه د سکهانو ټولنې سره د پیوستون څرګندولو لپاره د کرتارپور څخه هم لیدنه وکړي، چې زیارت یې زیانمن شوی او ځینې زیربناوې يې ویجاړې شوې دي. د دغه سیمو مسئولینو ویلي، چې سېلابونو په پنجاب کې د لویو سیندونو په اوږدو کې يې سلګونه کلي اغېزمن کړي او د زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره ۲۶۳ مرستندویه کمپونه او ۱۶۱ طبي کمپونه جوړ شوي دي. پراخ سېلاب د هند له بندونو څخه د اوبو خوشې کېدو او درنو بارانونو له امله رامنځته شوی. د چارواکو اصلي اندېښنه د مرکزي پنجاب څخه سویلي برخو ته د سېلاب څپو راتګ دی، کوم چې کولی شي زیربنا او د خلکو ژوند ته نور زیان ورسوي. د سېلابونو د انساني او اقتصادي اغیزو کمولو لپاره بیړنۍ مرستې روانې دي.



