د اوکراین چارواکي وايي چې د روسي ځواکونو له لوري بېګاه شپه پر پلازمېنه «کییف» پراخ بریدونه شوي دي. دغه بریدونه د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله شوي چې له امله یې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي. چارواکو ویلي، یو ماشوم هم د قربانیانو په منځ کې دی. د کییف ښاروالي او امنیتي ادارو په وینا، برید د ښار اوو ناحیو ته زیان رسولی او ګڼ هستوګنیز کورونه، زیربناوې او نورې ودانۍ پهکې ویجاړې شوې دي. د توغندیو د لګېدو له امله پراخ اورلګېدنې رامنځته شوې وې چې د څو ساعتونو لپاره یې د اطفایې ټیمونه بوخت ساتلي وو. د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي د دغه بریدونو په غبرګون کې ویلي: «دا خونړی برید د نړۍ د سیاسي هڅو پر وړاندې د روسیې ځواب دی.» نوموړي ټینګار وکړ چې مسکو پر خبرو او سولې باور نهلري او جګړه یې یوازینۍ تګلاره ده. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نویو هڅو مشري کوي.



