د خوست او ننګرهار ځايي اوسېدونکو ويلي چې بې پېلوټه او جنګي الوتکو د خلکو پر کورونو بمباري کړې او ملکیانو ته یې مرګ ژوبلې اړولې ده. د ننګرهار ولایت په شینوارو کې بې پیلوته الوتکې د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸ ویاله سیمه کې پر یوه کور بریدونه کړي دي. سرچینې وایي، چې په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي او د بېړنیو روغتیایي خدماتو لپاره د غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي دي. د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ اوسېدونکو هم ویلي چې بې پیلوټه الوتکو په دې ولسوالۍ کې یو شمېر کورونه بمبارد کړي دي. د ځینو سرچینو پر وینا په دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي. ویل کېږي چې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې هم بمباري شوې خو له امله یې د مرګ ژوبلې او تاوانونو په اړه کوم راپور لا نه دی ترلاسه شوی. د دوی پر وینا، تېر ماخوستن په دې بمبارۍ کې خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. خو د دې لپاره چې بمباري د شپې په تیاره کې شوې، د مرګ ژوبلو دقیق شمېر نه معلومېږي. د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



