پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یمن کې ۱۰۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې په یمن کې د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې سختو بارانونو او سېلابونو لسګونه زره کسان اغېزمن کړي او څه باندې ۱۰۰ تنو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. نوموړي دفتر په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې مرستندویه بنسټونو اغېزمنو ته د مرستو رسولو بهیر چټک کړی دی. د اوچا په خبره، په دې مرستو کې بېړنۍ کڅوړې، لنډمهاله سرپناه، خوراکي او روغتیايي توکي شامل دي. اوچا زیاته کړې چې یمن له جګړې او انساني ناورین سربېره اوس د طبیعي پېښو له بحران سره هم لاس او ګریوان دی.

- Advertisment -spot_img