پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان کې ۳ افغان مېرمنې له جبري اېستلو معاف شوې

د اسلام‌اباد سترې محکمې اعلان کړی، چې هغه بهرنۍ ښځې چې له پاکستانیانو سره واده کوي، د دغه هېواد د تابعیت ترلاسه کولو حق لري. د اسلاماباد سترې محکمې ویلي چې د درېیو افغان مېرمنو قضیې، چې له پاکستانه یې د اېستلو په اړه یې شکایت کړی و، څېړل شوې دي. د دې محکمې پر وینا، د دغو ښځو اولادونه هم پاکستانیان ګڼل کېږي او هغوی ته کورنۍ تذکرې صادرې شوې دي. د پاکستان سترې محکمې پرون هم، د ۱۸ هغو افغانان اېستل وځنډول چې د لنډمهالې استوګنې کارتونه یې لرل. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د سپټمبر لومړۍ د هغو کډوالو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده چې د لنډمهالې استوګنې د کارتونو نېټه یې پای ته رسېدلې او نور نه تمدیدېږي. په پاکستان کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال د لنډمهالې استوګنې کارتونه لري.

- Advertisment -spot_img