پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو نېټې د غځېدو غوښتنه کړې

د اسلام اباد لخوا د افغان کډوالو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه پای ته رسېدو سره، ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دا نېټه وغځوي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي او دوی ته په خپله خوښه د راستنېدو لپاره نور وخت ورکړي. دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې اسلام‌اباد د شاوخوا ۱،۳ ميلیون افغان اتباعو د شړلو لپاره یو نوی پلان پیل کوي چې د هویت کارتونه یې نور اعتبار نه لري. په پاکستان کې د سازمان استازې «فیلیپا کینډلر» په ټولنیز شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې حکومت باید د هغو زده‌کوونکو او کورنیو ځانګړي شرایط په پام کې ونیسي چې له کلونو راهیسې په هېواد کې ژوند کوي. په ورته وخت کې، په اسلام‌اباد کې یو شمېر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو هم د حکومت دا پرېکړه د بشري حقونو سرغړونه بللې او د هغې د سمدستي بندولو غوښتنه یې کړې ده. د خپرو شویو احصائیو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې له ۱،۲ میلیون څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي او نږدې درې میلیونه لاهم د جبري راستنېدو له ګواښ سره مخ دي. دې کار په پاکستان کې د افغان کډوالو د بشري وضعیت او راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

- Advertisment -spot_img