د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د اوکراین ۱۲۲۰ ځواکونه وژلي او ګڼشمېر مهمات یې هم له منځه وړي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسي ځواکونو د اوکراین په ۱۴۰ سیمو کې د اوکرایني او بهرنیو ځواکونو مرکزونه په نښه کړي دي. په دغو بریدونو کې یې د اوکراین اوږد واټنویشتونکي توغندي هم ویجاړ کړي چې پکې ۱۹۱ بېپیلوټه هم شاملې دي. د روسیې دفاع وزارت همدا راز ویلي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یې د اوکراین ۶ هدایت شوي بمونه هم له منځه وړي دي. بلخوا نړیوالو رسنیو هم له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په اوکراین کې د درنو چاودنو راپورونه ورکړي دي. دا بریدونه داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره هڅې پیل کړې او په همدې موخه یې د اوکراین او روسیې له ولسمشرانو سره ځانګړې غونډې هم کړې دي. د ویلو ده چې د اوربند په موخه له نړیوالو هڅو سره سره لا هم د اوکراین او روسیې جګړه هماغسې روانه ده.



