د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ادعا کړې، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهیزات په احمقانه ډول پاتې شوي دي. ټرمپ د کابینې غونډې ته ویلي چې امریکا غوره پوځ او تجهیزات لري، خو ادعا یې کړې چې ځینې یې په افغانستان کې پاتې شوي دي. د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې په افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات دومره نه وو، خو ټینګار یې کړی چې د دغو تجهیزاتو د پرېښودو علت نه دی روښانه شوی. له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې شته تجهیزات د افغانستان د حکومت شتمني بللې وه. ډونالډ ټرمپ له دې مخکې هم بار بار ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهیزات پاتې شوي او له دې هېواده یې د امریکا وتل شرموونکې چاره بللې وه. بلخوا د «جان کربي» په ګډون یو شمېر امریکايي نظامي کارپوهانو او جنرالانو ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا هېڅ ډول پوځي تجهیزات نه دي پاتې شوي، د ویلو ده چې امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ م کال په اګسټ میاشت کې له شلو کلونو وروسته له افغانستان څخه ووتل او په افغانستان کې د جمهوري نظام پرځای د طالبانو رژيم واک ته ورسېد.



