پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ارغندۍ سيمه کې د موټر چپه‌کېدو له امله ۲۶ تنو ژوند بايللی

په هېواد کې د خونړیو ترافیکي پېښو پر دوام، تازه په ارغندۍ کې د کابل – کندهار په لویه لاره د مسافروړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله ۲۶ تنه مړه او ګڼ‌شمېر نور ټپيان شوي دي. سرچینې ویلي چې دا پېښه نن سهار د ارغندۍ په سیمه کې د ۵۸۰ ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې او ښایي د مړو شمېر ډېر شي. د سرچینې پر وینا، دا موټر له سړکه اوښتی او لاندې خوړ ته لوېدلی دی. څو ورځې مخکې هم په هرات کې د دا ډول مسافر وړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله ۷۹ تنو ژوند بایللی و. له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي. بلخوا طالب چارواکو بار بار له چلوونکوغوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري.

- Advertisment -spot_img