سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خوست کې ناپېژاندو وسله والو یو ځوان د لمانځه پر مهال وژلی

په خوست کې ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې ناڅرګندو وسله‌والو یو ځوان په جومات کې د لمانځه ادا کولو پر مهال په ډزو وژلی دی. سرچینو ویلي دا پېښه په صبرۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د سرچینو په خبره، دا مهال د دغه ځوا یو بل ورور له طالبانو سره بندي دی. سرچینو زیاته کړې چې دا ځوان نقیب‌الله نومېده او له چا سره یې شخصي ستونزه نه درلوده. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي. له دې وړاندې په لوګر کې ځايي سرچینو خبر ورکړی و چې په دغه ولایت کې یو کس چې تازه له ایرانه راستون شوی و، وژل شوی دی.

- Advertisment -spot_img