فراه کې د طالبانو د کرنې ریاست په مرسته او د یوې موسسې پر ملاتړ د «عنابو او شاتو» دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د فراه د والي مرستیال مولوي رحیمالله محمود د دغه نندارتون د پرانیستې مراسمو کې ویلي، محلي اداره د کروندګرو او تولیدوونکو هراړخیز ملاتړ ته ژمنه ده. محمود هیله څرګنده کړې، چې په راتلونکي کې د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو معرفي کولو لپاره ورته نور نندارتونونه هم جوړ شي. دغهراز، یاد ولايت کې د طالبانو د اقتصاد رییس مولوي جمالالدین جلالي د دغه ولایت د کروندګرو او د مچیو فارم لرونکو د لاستهراوړنو د ستایلو ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې د هغوی ستونزې به له اړوندو ادارو، همکارو بنسټونو او موسسو سره شریکې کړي. هغه زیاته کړه، د DRC موسسې له خوا ترسره شوې چارې کافي نه دي او باید په دې برخه کې لا زیات کار وشي. ورته مهال، په فراه کې د DRC موسسې استازي انجنیر محمدفهیم صالح ویلي چې د عناب او شاتو دوه ورځنی نندارتون یې د نارینهوو او ښځو لپاره په ځانګړو برخو کې د کروندګرو او د مچیو فارم لرونکو د ملاتړ په موخه جوړ کړی دی. ورته مهال، هغو بڼوالو او مچۍلرونکو چې په دغه نندارتون کې یې برخه اخیستې وه، له دغه پروګرامه د خوښۍ په څرګندولو ویلي، که د اوبو، د محصولاتو د پروسس، مناسب ځای، روزنې او نورو برخو کې شته ستونزې حل شي، د عنابو او شاتو سوداګري نړيوالې کچې ته رسېدای شي او ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.



