پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو پروان کې ۱۲ تنه عام محضر کې په دُرو وهلي

د طالبانو تر ولکې لاندې د پروان ښاري محکمې د عامه امنیت او جزا دېوان د پرېکړو پر اساس، تېره ورځ د دوو مېرمنو په ګډون ۱۲ تنه نامشروع اړیکو او د مخدره توکو کارولو او پلور کې د لاس درلودو له امله عام محضر کې په دُرو وهل شوي. دغه کسان د «نامشروع اړیکو»، د نشه‌يي توکو د استعمال او پلور په تور له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي او له یوه تر څلورو کلونو تنفیذي بند هم محکوم شوي. ویل شوي چې دغو کسانو ته د سزا ورکولو پرمهال ګڼ شمېر کسانو حضور درلود. د یادونې ده چې طالبانو تېرو څلورو کلونو کې ګڼ شمېر کسانو د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې تعزیري سزاوې ورکړي دي.

- Advertisment -spot_img