د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بېنیټ، د ترهګرۍ ضد مبارزې او بشري حقونو په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي له هغې اعلامیې ملاتړ کړی، چې په هغې کې له افغانستان سره د ګاونډیو هېوادونو لخوا د زرګونو افغانانو د جبري ایستنې کړنې “د ناموجه امنیتي دلایلو” پر بنسټ بلل شوې دي. ښاغلي بېنیټ په خپله خپره کړې تبصره کې ویلي: «زه له دې بیان څخه ملاتړ کوم. په دې کې په واضح ډول ویل شوي چې: ‘له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د خلکو ډلهيیز اخراج د نامستندو امنیتي پلمو پر بنسټ ترسره شوی. « نوموړي زیاته کړې،هغه کسان چې په زوره له خپلو مېنو څخه ایستل شوي، باید نه یواځې پېژندنه، بلکې ساتنه او عدالت هم ترلاسه کړي. دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، په تېرو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال له خپلو هېوادونو ایستلي دي. د دغو شړنو پر مهال د کورنیو بېلتون، د ماشومانو له زده کړو پاتې کېدل او د ښځو پر وړاندې محدودیتونه ثبت شوي دي. ملګري ملتونو او نړیوالو بشري سازمانونو پرله پسې خبرداری ورکړی چې دا ډول جبري شړنې د نړیوالو بشري قوانینو، په تېره د کډوالۍ او پناه غوښتنې حقونو، سره ټکر لري. بشري فعالان ټینګار کوي، هغه افغانان چې په زوره له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي، باید د نړیوالې ټولنې له خوا قانوني ملاتړ، سرپناه، او د بیا ادغام امکانات ترلاسه کړي. د ریچارد بېنیټ له قوله، دا قربانیان «هېر شوي انسانان» نه دي، بلکې باید د نړیوالې پاملرنې، عدالت او درناوي وړ وبلل شي. د ملګرو ملتونو د بېلابېلو څانګو راپورونه ښيي، چې د جبري ایستنو دا لړۍ یوازې د امنیتي پلمو پر بنسټ نه، بلکې سیاسي فشارونو، اقتصادي ستونزو او کورنیو تګلارو پورې هم تړاو لري. په ورته وخت کې، د ترهګرۍ ضد مبارزې تر نوم لاندې، د بېګناه خلکو پر وړاندې سخت دریځونه د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ګڼل شوې ده.



