«له پولیو څخه د پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی، چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې به د ستنې له لارې د پولیو واکسیناسیون کمپاین پیل شي. دغه سازمان یوه اعلامیه کې ویلي چې دا کمپاین به راتلونکې شنبه په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې پیل شي. د اعلامیې له مخې، دا کمپاین به د سره رود، بهسودو، خوګیاڼو او بټي کوټ ولسوالیو او جلال آباد ښار کې ترسره شي. دغه راز دا کمپاین د لغمان او کونړ ولایتونو په مرکزونو کې هم پلی کېږي. له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ ویلي، چې د ستنې له لارې د پولیو واکسین، د پولیو د څاڅکو د واکسین ترڅنګ، د ویروسونو پر وړاندې د ماشومانو د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي. یاد سازمان په دغو ولایتونو کې د ماشومانو له میندو او پلرونو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین ته چمتو کړي. د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، سږ کال په بادغیس او هلمند ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.



