پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ۶،۳ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د بشري مرستو په برخه کې د ۶،۳ ميلیون ډالرو ترلاسه کولو خبر ورکړی. ياد سازمان په یوه راپور کې زیاته کړې چې ۴،۹۸ میلیون ډالره د ملګرو ملتونو د بیړني صندوق له لارې او ۱،۳۹ میلیون ډالر د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه ورکړل شوي دي. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان پر وینا، دا مرسته به د ۴۲ لومړنیو روغتیايي مرکزونو د فعالولو او د سروې د ۱۵ملاتړو ټیمونو د ګومارلو توان ورکړي. دغه سازمان دغه راز زیاته کړې، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه به څه باندې ۱ میلیون ډالر به د شپږو فرعي روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره ولګول شي. د راپور له مخې، دا مرسته په داسې وخت کې افغانستان ته رسېدلې، چې د افغانستا روغتیا سیسټم تر سخت فشار لاندې راغلی او نږدې دریمه برخه نفوس حتی تر ټولو اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي اډوین سینیزا سلواډور ویلي، چې دا مرسته د مړینو د مخنیوي او ماشومانو او مېرمنو ته د روغتیا خدمتونو د برابرولو لپاره حیاتي ده. دا په داسې حال کې ده، چې سږکال د متحدو ایالاتو له خوا د مالي مرستو له بندېدو وروسته، له ۴۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي او د ښځو د خدمتونو لویه برخه درول شوې ده.

- Advertisment -spot_img