پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اسټراليا او ايران تر منځ ناندرۍ او غبرګونونه

نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چې اسټرالیا د دغه هېواد په سیدني او ملبورن ښارونو کې ایران د دوو بریدونو پر ترسره کولو تورن کړی، د ایران سفیر یې ایستلی او په تهران کې د اسټرالیا د سفارت چارې ځنډېدلې دي. د راپورونو پر بنسټ، د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز نن ایران په اسټرالیا کې تېر کال یهودي موسسو ته د اوراچونې د دوو بریدونو پر تنظیم تورن کړی او ویلي یې دي، چې له ایران سره ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کوي او خپل ډیپلوماتان به له دغه هېواده وباسي. د اسټرالیا د اطلاعاتو رییس مایک برګس ادعا کړې، چې څو میاشتينیو تحقیقاتو د دغو بریدونو او د ایران د سپاه پاسداران ترمنځ اړیکه روښانه کړې ده؛ هغه بنسټ چې اسټرالیا غواړي د ترهګرو ډلو په نوملړ کې یې شامل کړي. اسټرالیايي رسنیو لیکلي چې د ایران سفیر او درې نور چارواکي له اسټرالیا ایستل شوي او ۷ ورځې وخت لري څو دغه هېواد پرېږدي. سرچینې زیاته کړې چې په اسټرالیا کې د ایران د سفارت فعالیت ځنډېدلی او ټول اسټرالیایي ډیپلوماتان مخکې له مخکې له ایرانه ایستل شوي دي. د ایران تسنیم خبري اژانس په دې اړه لیکلي: «اسټرالیا هېواد په یوه خواشینوونکي اقدام او بې‌ځایه بهانو سره له دغه هېواده د ایران سفیر وایست.»

- Advertisment -spot_img