د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسېت ويلي چې د کابل د هوايي ډګر د «ابي ګېټ» چاودنې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وهڅاوه چې په اوکراین کې جګړه پیل کړي. ده چې د ۲۰۰۱ کال د اګست په پای کې د کابل په هوايي ډګر کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو په یاد په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ په ګډون غونډې ته خبرې کولې، د خپلې ادعا د تایید په توګه وویل : « زموږ پوځ د بایډن تر مشرۍ لاندې څومره بېکفایته دی. پوځ باید د هغه څه حساب ورکړي چې په افغانستان کې پېښ شول.» د دوشنبې په ورځ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په مراسمو کې هغه اعلامیه لاسلیک کړه چې د افغانستان د وتلو پر مهال د ابي ګېټ د برید کلیزه لمانځي؛ هغه برید چې د ۱۳ امریکايي عسکرو ژوند یې واخیست. په دې برید کې، چې داعش یې مسئولیت په غاړه واخیست، تر یو نیم سل ډېر افغانان هم ووژل شول. ټرمپ د وژل شویو عسکرو د کورنیو په منځ کې دغه اعلامیه لاسلیک کړه. هغه وویل: «موږ د دې ۱۳ سرتېرو د لويو ارواګانو یاد تازه کوو، خو د هغو عسکرو هم یاد کوو چې سخت ټپیان شول – شاوخوا ۳۲ تنه. موږ پوهېږو چې دا پېښه هیڅکله نه وه پکار چې رامنځته شوې وای، هېڅکله نه وه پکار چې اجازه ورکړل شوې وای.» مرستیال ولسمشر جي. ډي. وینس، چې په سمندري ځواکونو کې یې خدمت کړی، وویل د دوشنبې مراسم د «یوه ناسم کار د سمون» معنا لري. هغه د پخواني ولسمشر جو بایډن په اړه وویل: «دا حقیقت دی چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ستاسي خپلوان د بېکفایتۍ له امله له لاسه ورکړل او هیڅکله یې په خپله اداره کې د دې یادونه ونه کړه، هېڅکله یې کومه داسی حمله ونه لیکله چې ستاسې له قربانۍ مننه وکړي.» د بایډن پر ادارې د برید او له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي له امله پراخې نیوکې شوي دي. په ۲۰۲۱ کې بایډن له افغانستانه د امریکايي عسکرو ایستل د هغه پلانونو پر بنسټ بشپړ کړل چې د ټرمپ لومړۍ ادارې په ۲۰۲۰ کې د طالبانو له مشرانو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره جوړ کړي وو. د وتلو پر مهال د کابل د «حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر» د ابي ګېټ په دروازه کې د ځانمرګي برید له امله ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.



