چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزني کې د سنوکر دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني کې د طالبانو د بدني روزنې او ورزش مسئولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۴۲ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر لس ورځنۍ دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې. د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش مسئول بلال مجاهد ویلي، دغه سیالۍ د اړوند فدراسیون په همکارۍ او د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ ترسره شوې، چې په‌کې د غزني له بېلابېلو کلبونو ۴۲ لوبغاړو ګډون کړی و. مجاهد زیاته کړې، په پای کې رحمت‌الله لومړی، احسان‌الله دویم، عبدالله درېیم او قدوس څلورم مقامونه خپل کړل. د نوموړي په خبره، دغه سیالۍ د ځوانانو هڅولو او سنوکر لوبې ته د ودې ورکولو په موخه جوړې شوې وې. بل لور ته، د سنوکر لوبې لوبغاړي په دغه ولایت کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي. د یادې لوبې یوه لوبغاړي پیرمحمد ویلي: «د دې سیالۍ مینه‌وال ډېر دي، اړینه ده چې د لوبو لپاره ورته امکانات برابر شي او هم د هېواد په کچه د ګډون زمینه ورته برابره شي، څو وتوانېږي لوبې وکړي.» د یادونې ده، د دغو سیالیو د پای مراسمو کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شول.

- Advertisment -spot_img