پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند کې ټرافیکي پېښه؛ ۸ تنه مړه او ۴۳ ټپیان دي

په هند کې د یوې خونړۍ ترافيکي پېښې له امله لږترلږه ۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۳ نور ټپیان شوي دي. پېښه نن دوشنبه سهار مهال د یاد هېواد د اوتاراپردېش ایالت په بولندشهر ولسوالي کې رامنځته شوې ده. په پېښه کې یو کانتینري موټر له یوه ټراکټور سره ټکر کړی چې ټراکټور کې له عقیدتي مراسمو څخه ستنېدونکي زیارت‌کوونکي سپاره وو. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې دوه ښځې او یو ماشوم هم شامل دي. د بولندشهر د پولیسو مشر دینیش کومارسینګ ویلي، چې د ټپیانو له ډلې درې کسان په خورا جدي حالت کې دي او د وینټیلېټر په مرسته ساه اخلي. چارواکو ویلي، د ټپیانو درملنه په نږدې روغتونونو کې روانه ده او د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوي دي.

- Advertisment -spot_img