پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګري ملتونه: هرات ښار د زړې بڼې او تاريخي ځايونو د بدلون بڼه غوره کړې

د ملګرو ملتونو بشري استوګنې پروګرام ویلي، د افغانستان لوېدیځ هرات ښار په نه پېژندل کېدونکي توګه د پراختیا په حال کې دی. دغه پروګرام په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی، چې له پلان جوړونې پرته، دا چټکه پراختیا د نفوس د زیاتوالي، ناخوندي کورونو او د خدمتونو د کمښت لامل کېدای شي. د ملګرو ملتونو پر وینا، د هرات ښار بڼه له ۱۹۸۵ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې په نه پېژندل کېدونکي ډول بدله شوې ده. دغه پروګرام په یوه غوښتنه کې زیاته کړې: «اوس د هرات د راتلونکي د جوړولو وخت رارسېدلی دی.» له دې وړاندې د هرات اوسېدونکو هم د دغه ښار د زړې بڼې او تاریخي ځایونو د بدلون خبره کړې وه. د هرات ولایت له تاریخي، کلتوري او له ایران سره د نږدې سوداګریزو اړیکو له پلوه ځانګړی اهمیت لري.

- Advertisment -spot_img