پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نړيوال بانک؛ افغانستان کې ۱۲۰ سړې خونې جوړوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ويلي، چې د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پیازو ساتنې لپاره ۱۲۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، دغه سازمان د نړيوال بانک په ملاتړ د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پیازو ساتنې لپاره ۱۲۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړوي، چې هره خونه به د ۲۰ مټریک ټنه پیازو ساتلو وړتیا ولري. سرچینې لیکلي، دغه اقدام د خوراکي توکو د ضایع کېدو مخنیوی کوي او له بزګرانو سره مرسته کوي، چې پیاز د اوږدې مودې لپاره وساتي او د هغوی د عایداتو ډېرېدو لامل شي. د یاد سازمان په خبره، دا سړې خونې په پکتیا، غزني، غور، دایکنډي، بدخشان او کندهار ولایتونو کې تر کار لاندې دي، خو د لګښت په اړه یې څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د تېرې جولای میاشتې په ۳۱مه هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د کچاليو ساتنې لپاره ۲۴۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړېږي، چې هره خونه به د ۳۰ مټریک ټنه کچاليو ساتنې ظرفیت ولري.

- Advertisment -spot_img