پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اسلام‌اباد پر پارکونو د افغان کډوالو د ژوند سختې شېبې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې شاوخوا ۳۰۰ افغان کورنۍ د اسلام‌اباد په «ارجنتینا پارک» کې په لنډمهاله او ناوړه شرایطو کې مېشتې دي او درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي. جیونیوز پر وينا دا کورنۍ پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د کډوالو پر وړاندې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو د پالیسۍ له بدلون وروسته له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوې دي. په دغو کورنیو کې د پخوانیو افغان پولیسو ښځینه غړې هم شته، چې وايي د طالبانو د ګواښونو او تاوتریخوالي له امله هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي. د راپور په حواله، له ۲۰۲۳ م کال څخه تر اوسه له پاکستانه څه باندې یو میلیون افغانان ایستل شوي، چې له ۲۰۰ زرو ډېر یې د روان کال په اپریل میاشت کې ایستل شوي دي. دا فشارونه د پاکستاني حکومت د «ناقانونه بهرنیو اتباعو د ستنولو پلان» برخه بلل کېږي؛ هغه پلان چې په ایران کې هم عملي شوی او له دې هېواده تر اوسه څه باندې ۱.۵ میلیونه افغانان ایستل شوي دي.

- Advertisment -spot_img