د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان مېرمن «امینې اردوغان» د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له مېرمنې «ملانیا ټرمپ» څخه غوښتي،چې د غزې د ماشومانو لپاره دې غږ پورته شي. هغې د ټرمپ مېرمنې ته په یو لیک کې ویلي، ډونالډ ټرمپ دې مجبور شي، چې د اسرائیلو لومړي وزیر سره اړیکه وکړي، چې د غزې له ماشومانو د ستونزو لپاره دې غږ پورته شي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په غزه کې روان وضعیت خورا زړهبوږنوونکی دی او هلته هره ورځ لسګونه تنه د لوږې له امله ژوند بایلي. په ورته وخت کې ملګرو ملتونو او ګڼو نورو نړیوالو ادارو په غزه کې د اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي او له نړۍ یې غوښتي چې هلته د روان وضعیت د ښهکولو لپاره غږ پورته کړي. د ویلو ده چې په غزه کې هره ورځ کې لسګونه فلسطينيان د لوږې له امله وژل کېږي. د راپورونو له مخې؛دا مهال په غزه کې د اسرائیلو له لوري بریدونه هم پراخه شوي دي.



