د هلمند ځایي مسئولينو خبر ورکړی،چې د هلمند سیند “پنجاودو کېبلي کیښتیو سیمه کې” یو ټراکټور اوبو کې تر چپه کېدو وروسته ډوب شوی، چې ١٢ تنه په کې مړه شوي. هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد ویلي، ټراکتور له ګرمسیر څخه د ناوې ولسوالۍ پر لور روان و چې “پنجاودو کېبلي کیښتیو سیمه کې” سپرلیو سره یو ځای سیند کې چپه او ډوب شوی. هغه ویلي، پېښه کې درې ښځې او نهه ماشومان مړه شوي او څلور ماشومان ټپیان دي. د ده پر وینا، ۱۴ تنه د مسئولينو له خوا روغ ژغورل شوي. یادې پېښې د سیمې د خلکو اندېښنې زیاتې کړي، ځکه د هلمند په ډېرو سیمو کې د پلونو د نشتون له امله خلک اړ دي له سیند څخه د اوښتو لپاره له ورته کیبلي کیښتو کار واخلي. د هلمند اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د خلکو د تګ راتګ لپاره دایمي حل لارې برابرې کړي، څو د ورته ناورینونو مخه ونیول شي.



