د ملګرو ملتونو د طبقه بندۍ سیستم چې خوړو ته د لاسرسي د ټاکلو لپاره کارول کېږي، په رسمي ډول غزه کې قحطي اعلان کړې. دغه بنسټ یوه راپور کې ویلي، له نیم میلیون څخه ډېر فلسطینیان د قحطۍ له ناورین سره مخ دي، چې پهکې لوږه، بېوزلي او مړينه شامل دي. د ملګرو ملتونو په ملاتړ د طبقه بندۍ سیستم د راپور له مخې، د غزې ځینې برخې له قحطۍ سره مخ دي چې تمه کېږي دا لړۍ به پراخه شي. په راپور کې زیاته شوې چې « د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې خوارځواکي له پنځو کلونو څخه د کمعمره ۱۳۲ زره ماشومانو ژوند ګواښي چې په کې ۴۱ زره جدي قضیې هم شاملې دي.» اسرائیل د نږدې دوو کلونو جګړې په ترڅ کې غزې ته د مرستو ننوتل محدود او بند کړي دي. د اسراییلو بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د طبقهبندۍ سیستم موندنې رد کړي او ویلي، غزه کې قحطي نشته او موندنې یې د “حماس دروغو” پر بنسټ دي. د یادونې ده چې تر دامهاله غزه کې د لوږې او قحطۍ له امله سلګونه فلسطینیانو ژوند بایللی دی.



