پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانانو پر سر معامله؛ طالبان د رسمیت پېژندنې بدل کې ۳ افغانان ایران ته سپاري

د نیو عرب خبري ویب پاڼې راپور ورکړی چې طالبانو د پخواني حکومت درې هغه چارواکي ایران ته سپاري، چې د بریټانیا د حکومت په یوه افشا شوي لېست کې یې نومونه شامل دي. دغې رسنۍپه یوه خپاره کړي راپور کې ادعا کړې چې دا درې افغانان چې ګومان کېږي په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ جګړه کې یې بریټانیا ته جاسوسي کړې، په کابل کې نیول شوي او ایران ته د سپارل کېدو په تمه دي. په راپور کې ویل شوي طالبان دا اقدام له ایران سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره ترسره کوي. د راپور له مخې دا کسان لومړی په کندهار کې ساتل شوي وو؛ خو وروسته له هغې چې د ایران پوځ هغوی بریټانیا ته د هغوی پر جاسوسۍ شک وکړ؛ طالبانو تهران ته د سپارولو په موخه کابل ته ولېږدول. د برېتانیا د حکومت اړوند یو پټ نوملړ چې د ۲۵ زره افغانانو نومونه په کې شامل وو، د ۲۰۲۲ میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې افشا شو، دغه کسان هغه افغانان وو چې د برېتانیا په هېواد کې د بیا مېشتېدو لپاره یې غوښتنه کړې وه. په دې نوملړ کې سرتېري، ژباړونکي او هغه افغانان شامل وو چې د جګړې پر مهال یې د برېتانیا له ځانګړو ځواکونو سره کار کړی و. د راپور پر بنسټ باور دا دی چې ښایي ایران ته د سپارل کېدونکو درې افغانانو نومونه هم په دې نوملړ کې شامل وي. د نیو عرب د راپور پر بنسټ د دې کسانو د لېږد په اړه د ایران او طالبانو تر منځ یوه هوکړه شوې چې د دواړو لورو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو دهوکړې ښکارندویي هم کوي. د راپورونو له مخې ایران به برېټانیا ته پر جاسوسۍ له دې تورنو کسانو پر یاد هېواد د فشار په توګه ځکه کار واخلي چې بریټانیا د تهران پر اټومي پروګرام د بندیزونو او د اټومي انرژۍ له نړیوال سازمان سره د اړیکو پرې کولو خبرداری ورکړی دی. د راپور له مخې طالبان بیا له دې فرصت څخه د نړیوالې ټولنې له لوري د خپل منزوي شوي حکومت د رسمیت پېژندنې او د هېوادونو له لوري د خپل سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره ګټه اخلي. راپور کې راغلي ایران ته د سپارل کېدونکو د دې درې کسانو ترڅنګ ۱۳ تنه نور هم په کندهار کې په یوه کور کې ساتل کېږي.

- Advertisment -spot_img