شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له ملکي تر نظامي ادارو، ټرمپ خپل فکري مخالفین په کور کېنوي

رویټرز خبري اژانس ته درېیو باخبرو سرچینو ویلي، د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګیسټ د استخباراتي ادارې دفاعي مشر ډګر جنرال جیفري کروز او دوه نور لوړ پوړي پوځي قوماندانان په کور کېنول. ډېموکراتانو له دې پرېکړې سره مخالفت ښودلی او غندلې یې ده. اژانس وايي، جیفري کروز له دې امله چې له ټرمپ سره هم انده نه و له دندې ګوښه شو. سرچینې د نورو امریکايي چارواکو له قوله ویلي، د ټرمپ ادارې له لوري دا ډول اقدامات د هغه څه بدل کې کېږي چې نظرونه یې له ټرمپ سره په تضاد کې وي. راپور کې راغلي، که څه هم جنرال کروز د ګوښه کېدو په اړه رسمي څه نه دي خپاره شوي خو دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې دغه جنرال د ټرمپ په څرګندونو چې ګواکې د ایران اټومي تاسیسات له منځه وړل شوي نیوکې وکړې. ګوښه شوي دغه جنرال پر ایران برید وروسته په خپره شوې ارزونه کې ویلي و، چې د جون پر ۲۲ مه د امریکا هوايي بریدونه، چې ایران کې درې اټومي تاسیسات په نښه کړل، یوازې دغه پروګرام څو میاشتې شاته شو دا هغه ارزونه وه، چې د ټرمپ له ادعا سره چې ګواکې هدفي ځایونه مکمل له منځه وړل شوي په ټکر کې وه.

- Advertisment -spot_img