د هالنډ د بهرنيو چارو وزير د غزې په ملاتړ د اسرائيل پر وړاندې د نورو بنديزونو عملي کولو په اړه د کابینې له مخالفت سره مخ او استعفا یې وکړه. د هالنډ د بهرنيو چارو وزير «کاسپر فېلډکیمپ» نن د غزې په ملاتړ د اسرائيل پر وړاندې د نورو بنديزونو عملي کولو په اړه د خپلې کابینې له مخالفت سره مخ شو. فېلډکمپ د کابینې له مخالفت وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه. د هالنډ د نوي ټولنیز تړون ګوند غړي فېلډکيمپ ویلي، چې هغه د معنوي اقداماتو په اړه له کابینې سره همغږی نه دی او د همدې امله یې استعفا ورکړه. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه د اسرائيلي وزيرانو «بتسلېل سموټریچ» او «ایتامار بن ګوير» پر سفر بنديز ولګاوه. فېلډکيمپ همدا راز اسرائيل د سمندري بېړيو درې صادراتي جوازونه لغوه کړل چې د هالند د کابینې له غبرګونونو سره مخ شو. فيلډکیمپ غوښتل له اسراييل سره د اروپايي ټولنې سوداګریز تړون وځنډول شي، خو المان له دې کار سره مخالفت وښود. باید وویل شي چې د هالنډ پارلمان د اسرائيل د وروستیو بریدونو او میشت ځایونو تر پراخولو وروسته د نورو بنديزونو غوښتنه کړې ده.



