پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان: په افغانستان کې د داعش ٢٠٠٠ غړي شتون لري

په ملګرو ملتونو کې، د پاکستان استازي، عاصم افتخار احمد، په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې د داعش خراسان څانګه (ISIS-K) په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ وسله وال لري او دا د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی. هغه زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډله هم شاوخوا ۶۰۰۰ وسله وال په افغانستان کې لري چې د پاکستان د امنیت لپاره لوی خطر رامنځته کوي. احمد وویل: «د افغانستان دننه ترهګري او د دې هېواد څخه ګواښونه نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم مهم دي.» د پاکستان استازي ټینګار وکړ چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې یو له بل سره سرچینې، معلومات او ځینې فزیکي ځایونه د خپلو ګډو عملیاتو لپاره شریکوي. نوموړی زیاته کړه چې له افغانستانه راوتلی خطر نه یوازې د پاکستان پولې بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم ګواښ دی. افتخار احمد له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مؤثر اقدامات وکړي. هغه ویلي چې که څه هم طالبان له داعش خراسان سره مبارزه کوي، خو تحریک طالبان پاکستان او د بلوچو وسله والې ډلې لا هم په هغو سیمو کې پناه اخیستې چې د طالبانو له ولکې بهر دي. دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او وايي چې د داعش خراسان غړي له پاکستان او ایرانه د بریدونو لپاره افغانستان ته راځي. همدارنګه، د چین استازي هم په غونډه کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي او د سیمې هېوادونه دې د موجوده همکاریو لکه د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د ابتکارونو په کارولو تشویق کړي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په وروستي راپور کې هم راغلي چې داعش خراسان لا هم د نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی او په افغانستان، اروپا او مرکزي آسیا کې د ځواکونو او مالي ملاتړ جذب ته دوام ورکوي.

- Advertisment -spot_img