پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا کې یوه مور د خپل زوی د وژنې په تور محاکمه کېږي

د امریکا په تگزاس ایالت کې یوه مور، چې د خپل شپږ کلن معلول زوی د وژنې په تور تورنه ده، له نږدې دوه کاله پټېدو وروسته په هند کې ونیول شوه او بېرته متحده ایالاتو ته ولېږدول شوه. د پولیسو د مالوماتو له مخې، دغه ښځه چې سینډي رودریګز سینګ نومېږي، د خپل زوی، نوئل رودریګز اوارېز د نادرکه کېدو په تړاو له ډېره وخته تر تعقیب لاندې وه. نوئل په ۲۰۲۲ م کال کې وروستی ځل لیدل شوی و. د کورنۍ لخوا د هغه د ورکېدو راپور څو میاشتې وروسته ورکړل شو. څېړنو ښودلې وه، چې نوموړی ښايي مړ شوی وي، خو جسد یې تر اوسه نه دی موندل شوی. مور یې لومړی ویلي و، چې زوی یې د خپل نيکه سره په مکسیکو کې ژوند کوي، خو څېړنې دا ادعا رد کړه. څو ورځې وروسته، سینډي رودریګزسینګ له خپل مېړه او شپږو نورو ماشومانو سره هند ته وتښتېده، خو نوئل ورسره نه و. د فدرالي پلټنې ادارې پلټونکو د هغې د کور په ښار «اېورمن» کې هم پلټنې وکړې، خو هېڅ اثر ونه موندل شو. له دې پېښې وروسته نوموړې تر تعقیب لاندې اعلان شوه، او یادې ادارې، د هغې په نیولو کې د مرستې لپاره تر ۲۵۰ زره ډالرو انعام هم ټاکلی و. په وروستیو ورځو کې، د فدرالي پلټنې ادارې، انټرپول او د هند د چارواکو په ګډ عملیاتو کې نوموړې په هند کې ونیول شوه او بیا امریکا ته ولېږدول شوه. سینډي رودریګزسینګ دا مهال د تگزاس په ترنټ کاونټي زندان کې ساتل کېږي او د شپږ کلن ماشوم په قصدي وژنه، د ماشوم پرېښودل او د تښتېدلو په تور محاکمه کېږي. که څه هم جسد تر اوسه نه دی موندل شوی، چارواکي وايي دا پېښه د یوه بې‌وسه ماشوم د ژوند غمجن برخلیک انځوروي او هیله لري چې عدالت به پلي شي.

- Advertisment -spot_img