په هرات کې د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله د نږدې ۸۰ تنو له مړینې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي(یوناما) د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
دا ترافیکي پېښه وړمه شپه د هرات – اسلام کلا په لاره له مازدا او موټرسایکل سره د هغه ۵۸۰ مسافرونکي د ټکر په پایله کې رامنځته شوه چې له ایران څخه تازه راستنېدونکي یې کابل ته لېږدول.
د راپورونو له مخې په دې پېښه کې ۷۹ تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
له ټکر وروسته مسافر وړونکي موټر اور اخیستی و او نږدې ټوله سپرلي په کې سوځېدلې وه.
له دې مخکې یو شمېر نورو بنسټونو هم پر دې خونړۍ ترافیکي پېښه خواشیني ښودلې وه.
په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا د طالبانو حکومت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري.



