ملاله فنډ (Malala Fund) ویلي، له درې میلیونو ډالرو زیاته مرسته په افغانستان کې دننه په بدیلو تعلیمي پروګرامونو او همدارنګه په نړیواله کچه”د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه” د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو لپاره په نړیوال عدالت غوښتنه لګوي. د دغه بنسټ په اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه خپره شوې راغلي، د دې پروګرام یوه برخه د ۱۰ زره څخه ډېرو افغانو نجونو ته د منځني ښوونځي له دورې پورته ټولګیو د انلاین زده کړو لپاره ده، چې لوړو زده کړو ته د زمینې برابرولو لپاره به ورته نړیوال اعتبار لرونکې تحصیلي اسناد وړاندې کړي. وړاندې راغلي چې، د مرستې بله برخه د هغو سازمانونو لپاره ځانګړې شوي چې د طالبانو د قانوني تعقیب او د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې پر موضوع کار کوي. په اعلامیه کې د دغه بنسټ د افغانستان د څانګې مشرې سحر حلیمزۍ په حواله راغلي، دوی له هغو ښځو او نجونو ملاتړ کوي، چې نه غواړي له صحنې حذف شي. دوی د ازادۍ او عدالت په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي او ملاله فنډ د دوی ترڅنګ دی. ملاله فنډ ټینګار کړی، چې په دې پانګونې سره هڅه کوي په نړۍ کې د افغانو نجونو غږ پورته کړي او نړیواله ټولنه طالبان د ښځو د زده کړو د محرومولو په خاطر حساب ورکوونکي وګرځوي. یاده دې وي چې ملاله یوسفزۍ، د نجونو د زده کړو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، د ملاله فنډ بنسټ ایښودونکې ده. هغې مخکې هم په وار وار د افغانو نجونو د زده کړو ملاتړ کړی او د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه یې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده. له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) د روان کال د حمل په میاشت کې ویلي چې د نوي تعلیمي کال په پیل سره ۴۰۰ زره نورې افغان نجونې له منځنیو زده کړو محرومې شوې او په دې سره د ټولو هغو نجونو شمیر چې په افغانستان کې له منځنیو زده کړو محرومې دي ۲.۲ میلیونه ته ورسید. یونیسف مخکې خبرداری ورکړی و که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کاله دوام وکړي، څلور میلیونه نجونې به له ښوونځیو بې برخې شي.



