د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، یوه د اف-١٨ ډوله جنګي الوتکه چې د امریکا د بحري ځواک پورې اړه لري، د یوه تمریناتي ماموریت پر مهال غورځېدلې ده، خو پیلوټ یې ژغورل شوی دی. د سي بي اس رسنۍ د دې پېښې راپور ورکړی او ویلي چې دا الوتکه د چهارشنبې په شپه، د زمري په ۲۹مه، د ویرجینیا ایالت اړوند اقیانوسي سیمو کې غورځېدلې ده. پیلوټ توانېدلی چې له الوتکې نه د غورځېدو مخکې ځان وباسي. د امریکا د بحري ځواک ویاند “پاراشار” د الوتکې غورځېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې پیلوټ له پېښې شاوخوا یو نیم ساعت وروسته ژغورل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی. هغه زیاته کړې، چې د الوتکې پاتې شوني لا هم له اوبو نه دي راویستل شوي او د غورځېدو د علت په اړه پلټنې روانې دي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا د تېرو لسو میاشتو په ترڅ کې شپږمه پېښه ده چې د امریکا جنګي الوتکې غورځېږي.



