پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائیلو د غزې د نیولو لومړی پړاو پیل کړی

د اسرائیل پوځ ویلي چې د خپلې پلان شوې حملې په لومړۍ پړاو کې د غزې ښار ته ننوتی او له حماس سره له جګړه وروسته یې د دغه ښار شاوخوا سیمې تر کنټرول لاندې راوستي دي. د اسرائیل د پوځ یوه ویاند حماس «زیانمن شوې او ستړې شوې چریکي ډله» وبلله. هغه دا څرګندونې وروسته له دې وکړې، چې د اسرائیل دفاع وزیر د غزې د بشپړ نیولو لپاره د پراخو عملیاتو پخلی وکړ؛ هغه عملیات چې تمه کېږي تر راتلونکي کال پورې دوام وکړي. د اسرائیل نوی یرغل په داسې حال کې پیل شوی، چې حماس دوې ورځې وړاندې د جګړې د درولو لپاره د منځګړیو نوی وړاندیز ومانه، خو د اسرائیل یوه جګپوړي چارواکي د ۶۰ ورځني اوربند د منلو په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل، چې هېواد یې د ټولو یرغمل شویو د خوشې کېدو غوښتنه لري. هغه چوکاټ چې حماس ورسره موافقه کړې وه او په کې ۶۰ ورځني موقتي اوربند، د یرغمل شویو پړاو په خوشې کېدا، د ځینو فلسطیني بندیانو ازادي او د بشري مرستو د داخلېدو اجازه شامله وه. سره له دې، د اسرائیل دفاع وزیر اسراییل کاڅ پرون چهارشنبه د پوځ د هغه پلان د تصویب خبر ورکړ، چې موخه یې د غزې بشپړ نیول دي. د اسرائیل امنیتي کابینې تېره اوونۍ د غزې د بشپړ نیولو پلان منلی و او دا په داسې حال کې ده، چې منځګړي د جګړې د درولو په اړه د تل‌ابیب رسمي ځواب ته په تمه دي. هاآرتص ورځپاڼې د اسرائیل د دفاع وزیر له قوله لیکلي: «له عملیاتو وروسته به غزه بله څېره ولري او هیڅکله به د پخوا په څېر نه وي.» د اسرائیل د صدراعظم دفتر هم اعلان کړی، چې بنیامین نتانیاهو د حماس د اډو د نیولو او د دې ډلې د ماتولو لپاره د وخت د مهالوېشونو د کمولو امر ورکړی دی. په دې بیان کې، چې د نوي مهالوېش جزئیات نه دي ورکړل شوي، راغلي چې دا پرېکړه د غزې د ښار د نیولو لپاره د پوځ د پلان شوې پوځي عملیاتو د پیل له تیاري سره په یو وخت شوې ده. د اسرائیل د پوځ ویاند، جنرال ایفي دیفرین، پرون وویل، چې حماس له ۲۲ میاشتې جګړې وروسته «ځپل شوې او ټوټې ټوټې شوې ده».

    - Advertisment -spot_img