د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسئولین وایي چې په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو تړون له قطر الخیریه بنسټ سره لاسلیک شوی دی. د یاد وزارت مسئولینو رسنیو ته ویلي چې په کندهار ولایت کې به دا ۴۰۰ بستریز روغتون د قطر الخیریه بنسټ په مالي ملاتړ جوړ شي. د سرچینې پر وینا چې دا یاد روغتون به د شاوخوا دوهنیمو کلونو په موده کې جوړ او د کندهار په ګډون به د جنوبي ولایتونو روغتیایي ستونزې تر ډېره ورسره حل شي. د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، یاد روغتون به د داخلې، ماشومانو او ښځو برخو کې خدمات وړاندې کوي. د ویلو ده چې دا مهال د ۷ میلیارد افغانیو په ارزښت د هېواد ۳۱۸ ولسوالیو کې د ۳۱۸ عمومي روغتونو د جوړو چارې پیل شوې دي. عامې روغتیا وزارت له دې مخکې هم ویلي وو، چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې به روغتونونه او روغتیایي مرکزونه جوړېږي. د دغه وزارت مسئولینو ډاډ څرګند کړی و، چې دوی د هېوادوالو د روغتیایي اړتیاوو د پورهکېدو هڅې کوي.



