سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کنوا ارزښت ۴۲ میلیاردو ډالرو ته وخوت

د اسټرالیا د ګرافیک ډیزاین مشهورپلټفارمCanva  اعلان کړی، چې د کارکوونکو د ونډو د پلور پروګرام یې پیل کړی او د دې پروسې پر بنسټ د شرکت ارزښت ۴۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي. دغه اقدام نن چهارشنبې رسماً اعلان شو، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي Canva سږ کال د عامه ونډو د وړاندې کولو یاIPO  لپاره تیاری نیسي. د ونډو دا پلور له داسې وخت سره سمون خوري، چې شرکت په لویه کچه پر مصنوعي ځیرکتیا (AI) وسایلو پانګونه کوي. کنوا هڅه کوي خپلو له ۲۴۰ میلیونو څخه زیاتو میاشتنیو فعالو کاروونکو ته د ډیزاین نوې او پرمختللې اسانتیاوې برابرې کړي. کارپوهان وايي، د کارکوونکو د ونډو پلور به نه یوازې د شرکت پر داخلي پانګه‌والو اعتماد زیات کړي، بلکې د راتلونکي IPO لپاره به یو ډول ازمایښتي ګام هم وي. د نړیوالو بازارونو د سختو شرایطو باوجود، د Canva د محصولاتو پراخ کارونه او د AI نوښتونه د دې لامل شوي، چې یاد شرکت وتوانېږي د پانګه‌والو پام ځان ته راواړوي. شنونکي باور لري، چې که Canva د IPO  پروسه عملي کړي، کېدای شي د ټکنالوژۍ د برخې په نړیوالو شرکتونو کې د پام وړ بدلونونه راولي او د اسټرالیا د ټکنالوژۍ سکتور لپاره یو تاریخي ګام وګرځي.

- Advertisment -spot_img