پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائیلو د غزې برید لپاره ۵۰زره ریزرف سرتېري ورغوښتي

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې د غزې ښار پر وړاندې د پلان شوي برید په موخه به شاوخوا ۵۰زره ریزرف سرتېري بېرته پوځ ته ور وبلل شي. د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ ویلي، سره له دې چې دومره ریزرف ځواکونه به راوغوښتل شي، خو د عملیاتو اصلي مسؤلیت به د اسرائیلو د پوځ د فعالو قطعاتو پر غاړه وي. د چارواکي پر وینا، د ریزرف ځواکونو د رابللو خبرتیاوې به په راتلونکو ورځو کې خپرې شي او ټاکل شوې، چې دغه سرتېري به د سپټمبر میاشت کې خپلې دندې پیل کړي. د اسرائیل د پوځ د دې پرېکړې هدف دا ښودل شوی، چې د غزې له ټولو لوی ښار چې ګڼ‌شمېر ملکي وګړي په کې مېشت دي، د نظامي عملیاتو په وسیله ونیسي. نړیوالې سرچینې اندېښنه لري، چې د اسرائیل د نویو عملیاتو په صورت کې به د غزې اوسېدونکي له لا زیاتو ملکي تلفاتو، کورونو ورانېدو او انساني بحران سره مخ شي. دغه پلان په داسې حال کې اعلانېږي، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه لاهم روانه ده او د دواړو لورو ترمنځ د نښتو شدت ورځ تر بلې ډېرېږي.

- Advertisment -spot_img