هند کې د روسیې سفارت ويلي، چې د یاد هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د روان کال تر پایه په نوي ډیلي کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وګوري. د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، روسیه به د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې هند ته د تېلو رسولو ته دوام ورکړي او د روسیې ولسمشر به د روان کال په پای کې نوي ډیلي ته سفر وکړي. د روسیې سفارت د چارو لنډمهالي مشر رومان بابوشکین د یوې خبري غونډې پرمهال ویلي، چې روسیه د هند لپاره «یو ډېر ځانګړی میکانیزم» لري، چې د تېلو رسونه پرې جاري وساتي. هغه زیاته کړه چې له روسیې څخه د هند د خامو تېلو واردات به په اوسنۍ کچه کې پاتې شي. روسیه په وروستیو کلونو کې د هند لپاره د خامو تېلو یو له لویو صادرونکو هیوادونو څخه ګرځېدلې ده. د نړیوالو بندیزونو او فشارونو سربېره، روسیه هڅه کوي، چې د انرژۍ په برخه کې خپل ستراتیژیک شریک هند سره اړیکې لا پیاوړې کړي. د پوتین او مودي ترمنځ غونډې په اړه ویل شوي چې دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو سربېره، د انرژۍ، تجارت او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي. دا لیدنه د دواړو هېوادونو لپاره د اړیکو د لا پراختیا لپاره مهمه ګڼل کېږي.



