سویسي پیلوټ رافایل دومیان د لمریز برېښنايي الوتکې په مرسته د الوتنې لوړ ریکارډ مات او د سمندر له سطحې ۹۵۲۱مټره لوړ والوت. د سي بي اس ټلوېزیوني شبکې د راپور له مخې، دومیان د تیرې سه شنبې په ورځ د سویس په جنوب په سیون هوايي ډګر کې د سولرسټراتوس لمریز الوتکې په مرسته دغه تاریخي الوتنه کړې ده. وړاندې راغلي، د الوتکې انرژي د هوا له تودوخې اخیستل شوې وه، چې په مرسته يې د ۱۵کلونو ریکارډ مات شو. له دې وړاندې د لمریز برېښنايي الوتکې د الوتنې لوړوالی تر ۹۲۳۵مټرو پورې ثبت شوی و. دومیان ویلي،”غواړي لومړنی کس شي چې تر ۱۰زره مټره لوړه لمریز برېښنايي الوتکه پورته کوي”. دغه لوړوالی د مسافر وړونکو الوتکو له لوړوالي سره برابره دی.



