پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسـي بمب‌غورځونکې الوتکې د جاپان سمندر پر فضا الوت کړي

د روسیې دفاع وزارت نن سه‌‌شنبه، اګسټ۱۹، اعلان کړی، چې د دغه هېواد Tu-95MS  اټومي وړتیا لرونکې ستراتیژیک بمب‌غورځونکې الوتکې د یوې منظمې او له وړاندې طرحه شوې الوتنې له مخې، د جاپان سمندر د بې‌طرفه اوبو پر فضا الوتنې کړي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دې الوتنې تر شپږو ساعتونو زیاته الوتنه کړې ده. سرچینې زیاتوي، چې د بمب‌غورځونکو د خوندي تګ‌راتګ لپاره، د روسیې د هوايي ځواک پرمختللي جنګي الوتکېSu-35S  اوSu-30SM  هم ورسره مل وې. د دغو جنګي الوتکو ګډون نه یوازې د بمب‌غورځونکو الوتکو د امنیت تضمین دی، بلکې د روسیې د هوايي ځواک د چمتووالي او عملیاتو د همغږۍ څرګندونه هم کوي. د روسیې دفاع وزارت ټینګار کړی چې دا ډول الوتنې د نړیوالو قوانینو او نړیوال هوايي حریم د اصولو پر بنسټ کېږي او هېڅ هېواد ته ګواښ نه جوړوي. دغه ډول پروازونه د روسیې د ستراتیژیکو اټومي ځواکونو د روزنیز پروګرام برخه ګڼل کېږي چې موخه یې د ځواکونو د دوامداره چمتووالي ساتل او د هوايي ځواک د غبرګون وړتیا ارزول دي. د یادونې وړ ده چې Tu-95MS د روسیې د اوږده واټن بمب‌غورځونکو الوتکو څخه شمېرل کېږي، چې د اټومي وسلو د انتقال وړتیا لري او کولای شي له څو زره کیلومتره واټن څخه د اهدافو د نښه کولو توان ولري. دغه الوتکه لا تر اوسه د روسیې د ستراتیژیکې دفاع یوه مهمه برخه بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img