د افغانستان کرېکټ بورډ او ملي اتلو لوبغاړو، راشد خان، محمد نبي او ګلبدین نایب د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې مبارکۍ ویلې دي. دغو لوبغاړو د خپلواکۍ کلیزې په مناسبت پر خپلو پاڼو درې رنګه ملي بیرغونه هم خپاره کړي او د هوسا او باثباته افغانستان هیلې یې وړاندې کړې دي. د افغانستان کرېکټ بورډ بیا ویلي، چې افغانان هر ډول سختو شرایطو سره مخ شوي، خو د کلکې ارادې او پياوړي هوډ سره یې ځان خپلواک او باثباته ساتلی دی. نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه ده چې له هېواده بهر سلګونو زرو افغانانو په جشنونو، مېلو او د ملي یووالي په شعارونو نمانځلې ده. که څه هم طالبانو په افغانستان کې د دې ورځې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې، خو د افغانانو له لوري يې د ملي درې رنګه بیرغ او پراخو راټولېدونو بندیزونه لګولي دي. د نظر خاوندان د طالبانو له لوري د زمري یا اسد ۲۸مې د خپلواکۍ د ورځې له نمانځنې د خلکو راګرځول د دوی په زیان بولي. دوی په دې باور دي که طالبان ملي مسایل ومني او خلک د ملي بیرغ تر څنګ دا ډول ورځو نمانځنې ته پرېږدي نو لرې نه ده چې د ولس او د طالبانو د حکومت ترمنځ به واټن راکم شي.



