د زمري ۲۸ مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه ثبت شوې ده. په ۱۲۹۸ لمریز کال (۱۹۱۹ زېږدیز)، شاه امانالله خان له یوه ولسي پاڅون او سیاسي خبرو اترو وروسته، د افغانستان رسمي خپلواکي اعلان کړه او هېواد یې د بریتانیا له واکه خلاص کړ. د ۱۴۰۴ لمریز کال په حساب، له هغې تاریخي ورځې تر ننه ۱۰۶ کاله تېر شوي دي. دا ورځ د افغان ولس د ملي حاکمیت، آزادۍ او خپلواکۍ د هڅو یو سمبول ګڼل کېږي او د استعمار او بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې د خلکو د مقاومت یادونه کوي. د تاریخ پوهان او شنونکي وایي، چې د افغانستان خپلواکي د یوه متحد ملت پیغام و او د خپلواک دولت د جوړولو هڅه وه، چې تر ننه د هېواد په ملي هویت او سیاسي جوړښت کې اغېز لرونکی پاتې شوی. خو تاریخي روایتونه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په څرنګوالي کې یو ډول اختلاف نظر لري؛ ځینې باور لري، چې دا خپلواکي تر ډېره د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د کنترول معنا درلوده، نه له بهرني تسلطه بشپړه آزادي. امانالله خان، چې یو مشروطهپال او د آزادۍ غوښتونکی پاچا و، د خپل سلطنت له پیله خپلواکي د خپلو مهمو برنامو سر کې ځای پر ځای کړې وه. له دې مخکې، د افغانستان ولس درې سختې جګړې له انګرېزانو سره کړې وې چې هر ځل افغانان بریالي شوي وو. له ۲۰۲۱ م کال او د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو وروسته، د دې ورځې لمانځنه بدله شوې ده. طالبان عموماً له پراخو مراسمو ډډه کوي او یوازې محدود پروګرامونه د حکومتي چارواکو په ګډون ترسره کوي. پخواني ملي سمبولونه، لکه درېرنګ بیرغ او ملي سرود، له دې مراسمو څخه لېرې شوي دي. طالبان د زمري ۲۴ مه د «د امریکایي ځواکونو د وتلو او د بریا ورځې» په توګه هم لمانځي، خو ډېر وګړي دا ورځ «توره ورځ» بولي، ځکه د خلکو مدني حقونه، په ځانګړي توګه د ښځو، محدود شوي او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي. سره له دې بدلونونو، د زمري ۲۸ مه لا هم د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د افغانستان د تاریخي هویت یادونه کوي او د اوسني نسل لپاره یوه موقع ده چې د آزادۍ، خپلواکۍ او ملي یووالي ارزښتونه په یاد وساتي.



