د طالبانو حکومت له انګرېزي ښکېلاکه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې په مناسبت ویلي، یوه پېړۍ کې د نړۍ د درېیو سترو قوتونو ماتول د افغان ولس کلک ایماني هوډ او د غیرت ښودنه کوي، چې د خپل دین، عقیدې او خپلواکۍ په ساتنه کې یې څرګند کړ. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، له دې بریا وروسته افغانانو دوو نورو سترو قوتونو «شوري اتحاد او امریکا» پر وړاندې پرله پسې بریاوې ترلاسه کړې، چې د افغانانو په تاریخ کې د مېړانې او سرښندنو ستر باب ترې جوړ شو. اعلامیه کې زیاته شوې، چې اوس د دې وخت دی څو ځوانان او راتلونکي نسلونه د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې په کلکه اراده ودرېږي او له تېر تاریخ مثبته زدهکړه وکړي. غازي امان الله خان له نن څخه ۱۰۶ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانانو د یوې پیاوړې جهادي مبارزې په برکت د وخت استعمار انګلیس امپراتوري دړې وړه کړه، چې د افغانستان بشپړه خپلواکي ومني او د بهرني سیاست صلاحیت چې هغه مهال د انګرېزانو له لوري صلب شوی و، بېرته افغانانو ته وسپاري. طالبان داسې مهال دا اعلامیه خپروي چې نن د اسد ۲۸مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې، خو خلک نه پرېږدي، چې له درې رنګه ملي بیرغ سره دا ورځ ونمانځي. دا ورځ له هېواده بهر په زیاتو ملکونو کې د افغانانو له لوري نمانځل شوې او ملي درې رنګه بیرغ په کې رپول شوی دی.



