د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي بیان کې افغانانو ته پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی دی. کرزي دې لاره کې د هېواد د ټولو «شهیدانو» روح ته دعا کړې او ټینګار یې کړی، چې افغان ولس په عزت او قوي ارادې سره د ملتونو منځ کې د مناسب ځای ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه. د نوموړي په باور دا ارزښتناک میراث ساتل او نسلونو ته سپارل هغه وخت ممکن دي، چې افغانستان د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه له دایمي سولې او ثبات برخمن وي او خلک زده کړې وکړي. حامد کرزي د افغانانو ترمنځ د ملي اتحاد او یووالي د پیاوړتیا او د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي لپاره ملي تفاهم حتمي او اړین بللی. دا هغه څه ته اشاره ده چې طالبانو تېرو څلورو کلونو کې رامنځته نه کړل. نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه ده چې شاه غازي امان الله خان د افغان ملت په سختو قربانیو او سرښندونو په ۱۹۱۹ کال کې له انګرېزي ښکېلاکه اعلان کړه.



