رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د نایجیریا په شماللوېدیځ سوکوټو ایالت کې په یوه سیند کې کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۴۰ تنه نادرکه شوي او ١٠ نور ژغورل شوي دي. سرچینې ویلي، په یاده کښتۍ کې ۵۰ کسان سپاره وو او د دغه ایالت د خوراکي توکو یو مشهور بازار ته روانه وه چې یاده پېښه رامنځته شوې ده. په راپور کې د ځایي مسئولینو له قوله لیکل شوې چې دوی د نادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، درې اوونۍ مخکې هم د نایجیر د شمالي ایالت په مرکزي برخه کې یوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې لږ تر لږه ۱۳ تنه په کې مړه شوي وو.



