د پاکستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د درې اړخیز سیزیر او همدا راز د اسیا جام لپاره خپله لوبډله اعلان او په کې بابر اعظم او محمد رضوان نه دي شامل، د پاکستان کرېکټ مینوالو او عامو خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په غوره شویو لوبغاړو کې د سلمان اغا لوبډلمشردی ورسره، ابرار احمد، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث روف، حسن عالي، حسن نواز، حسین، خوشدل شاه، محمد حارث، محمد نواز، محمد وسیم او ځېنې نور شامل دي. په لوبډله کې د بابر او رضوان نه شتون د پاکستان کرېکټ مینوالو او عامو خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. دوی وایي، بابر او رضوان د پاکستان د کرکټ تر ټولو باتجربه لوبغاړي دي او د هر ډول فشار د منلو وړتیا لري. د یو شمېر نورو پر وینا، پر لوبغاړي ښه او بد وختونه راځي خو دا په دې مانا نه ده، چې په داسې مهم وخت کې د لوبډلې برخه نه وي. د کرکټ مینوالو زیاته کړې، د نوې ټاکل شوې لوبډلې زیاتره لوبغاړي ځوانان دي او ښايي په دومره لویو سیریزونو کې د لوبېدو او ځلېدو پوره تجربه و نه لري. ټاکل شوې، چې د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوريزه لوبو دری اړخيزه لړۍ د روان کال د اګست پر ۲۹ د متحده عرب اماراتو په کوربتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ په سیالۍ پېل شي او د سپټمبر تر ۷مې به دوام وکړي. باید وویل شي چې له دې سیالیو وروسته، همدلته په اماراتو کې به د سپټمبر پر ۵ نېټه د اسيا کپ سيالۍ پيل او د سپتمبر تر ۲۱مه به دوام وکړي.



